کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳) احمدالله مهاجر
تازه خبرونه وايي، چې د بګرام د پروني برید له کبله په کابل کې امریکایي سفارت خپل کارونه درولي دي او لامل یې د امنیتي وضعیت خرابوالی ښودلی دی.
تېره ورځ د طالبانو یو تن سرتیري د بګرام هوايي اډه کې داسې مهال ځان ته انفجار ورکړ، چې امریکایي پوځیان د سپورټ په حال کې وو.
د دغه برید په اړه متضادې ادعاوې شوي دي، ناټو ویلي دي، چې په دغه برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
مګر طالبان وايي، چې په دغه برید کې ۲۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.
له دغه برید وروسته امریکايي چارواکي له سختې وارخطایۍ سره مخ شوي دي، چې د همدې وېرې له کبله یې نن په کابل کې خپل سفارت بند کړی دی.
امریکايي سفارت د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي دي، چې ښايي ژر خپل کارونه بېرته پیل کړي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د نورو خونړیو بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.
دغه وزارت د یو شمېر هدفونو یادونه کړې ده، چې سرینا هوټل هم پکې شامل دی.
د یادولو ده، د کابل سرینا هوټل کې د حکمتیار د سولې استازي مېشت دي.















