کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳) عبدالهادي همت
راپورونه وايی چې د نیوزلنډ د لوی ښار کرسچرچ په ۹۰ کیلیو مېترۍ کې یوه قوي زلزله شوې ده چې د ري اکتر په کچه یې د قوت اندازه ۷.۴ وه.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د زلزلې ټکانونه ان ۲۰۰ کیلیو مېتره لېرې په پلازمینه ویلنګټن کې هم احساس شول.
د متحدو ایالتونو د جیولوژۍ څانګه وايي چې دغه زلزلې ۱۰ کیلیو مېتره لاندې د ځمکې تل هم خوځولی دی.
په ۲۰۱۱ کال کې د کرسچرچ په ښار کې د د ۶.۳ درجې په اندازه کې یوې زلزلې ۱۸۵ تنه مړه کړل او ډېر مالي تلفات یې خلګو ته واړول.















