لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
پوښتنه : قرئت څه ته وايي؟
ځواب : قرئت د قرآن کريم لوستلو ته وايي ([1]).
که بې اختياره په لمانځه کې د ستر ځاى ښکاره شي
پوښتنه : که بې اختياره په لمانځه کې د ستر ځای ښکاره شي نو حکم يې څه دی؟
ځواب : که د ستر ځای څلورمه برخه د سبحان ربی العظيم د دری وارې ويلو په اندازه ښکاره شي نو لمونځ يې مات شو او که له دې څخه کم وخت وو بيا يې لمونځ کيږي ([2]).
په لمانځه کې څومره قرائت ضروري دى ؟
پوښتنه : په لمانځه کې څومره قرئت (تلاوت) ضروري ده؟
ځواب : کم نه کم د يوه آيت لوستل فرض دي، د سورة فاتحې لوستل واجب دي، د فرضو په اولنيو دوو رکعتونو کې، د وترو، سنتو او د نفلو په ټولو رکعتونو کې له سورة فاتحې څخه وروسته د بل سورة يا د يوه لوی آيت يا د وړو دريو آيتونو لوستل واجب دي ([3]).
په نازک ټيکري کې لمونځ کول
پوښتنه : نن صبا ډير باريک (نازک) ټيکري رواج دي، په کومو کې چې د سر ويښتان بيخي ښکاره تر سترګو کيژي، د دا ډول ټيکري په سر کولو په وخت کې لمونځ صحي کيژي او که نه؟.
ځواب : که چيرته ښځه د همدا ډول نازک (باريک) ټيکري په سر کولو په وخت کې لمونځ کوي نو لمونځ يې نه کيژي ([4]).
په تياره کې لوڅ لغړ لمونځ کول
پوښتنه : په تياره کې لوڅ (لغړ) لمونځ کول څنګه دي؟
ځواب : که د اغوستلو لپاره جامه وي نو په تياره او رڼا دواړو کې لوڅ (لغړ) لمونځ کول روا نه دي ([5]).
آيا د سورت فاتحه لوستل په ټولو رکعتونو کې واجب دي
پوښتنه : د سورة فاتحې لوستل د هر قسم لمنځونو په ټولو رکعتونو کې واجب دي؟
ځواب : د فرض لمانځه له دريم او څلورم رکعت څخه پرته د هر فرض، واجب، سنت او نفل لمنځونو په ټولو رکعتونو کې يې لوستل واجب دي ([6]).
که يو چا د عورت څلورمه برخه قصدا لوڅه کړه
پوښتنه : که يو چا د ستر عورت څلورمه برخه قصدا لوڅه کړه نو حکم يې څه دی؟
ځواب : سمدستي يې لمونځ ماتيږي.
که د يو چا هيڅ نه وي زده
پوښتنه : که د يو چا يو آيت هم نه وي زده نو هغه به څه کوي؟
ځواب : هغه دې د قرئت په ځای سبحان الله يا الحمد لله لولي او زر تر زره دې قرآن کريم زده کړي، ځکه چې د فرض قرئت په اندازه د قرآن کريم يادول ورباندې فرض دي او د واجب قرئت په اندازه ورباندې د قرآن کريم يادول واجب دي او که ياد يې نکړي نو سخت ګنهګار دی ([7])
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٩.
([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.
([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٠.
([4]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥٢١، بحواله : البحرالرائق، کتاب الصلوة، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٦٧، تبيين الحقائق، کتاب الصلوة، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٢٥٢.
([5]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.
















