کابل ټکی کام ۲۴لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په خواله رسنیو کې یو تصویر چلیږي، چې یوه بنګلدیشي وګړي د چړې په مټ د افغان ملي لوبډلې د کپتان اصغر ستانکزي نوم په خپل لاس باندې لیکلی دی.
نوموړی تسکین احمد رفیع نومیږي، چې د بنګلدېش هېواد د بهرامبریا چیتګنګ سیمې اوسېدونکی دی.
نوموړی د برق د انجینرۍ پوهنځي محصل دی.
ویل کیږي، نوموړی د ملي لوبډلې له کپتان اصغر ستانکزي سره بې سارې مینه لري.
د ده مینه هغه مهال ښه څرګنده شوه، چې په خپل لاس باندې یې د تېرې چړې په مټ د (Asghar) نوم ولیکلو.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان او د بنګلدېش ملي لوبډلې له یو بل سره ټینګه سیالي لري، چې له همدې کبله د تسکین احمد رفیع دغه اقدام خلک حیران کړي دي.


















