کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د افغانستان دفاع وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د جګړو او عملياتو پر مهال لږ تر لږه د اردو ۱۰ عسکر وژل شوي دي.
اعلاميې همدا راز ويلي دي، چې د عملياتو پر مهال يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې زياته کړې ده، چې ياد عمليات د هېواد په بېلابېلو هغو سيمو کې شوي دي، چېرې چې د وسله والو فعاليتونه ډېر دي.
وزارت ليکلي، چې دغه لس عسکر د وسله والو په بريدونو او ماين چاودنو کې وژل شوي دي او لا هم په ګڼو سيمو کې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.
















