یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

ای سي سي: افغانستان کې امريکايان پټو زندانونو کې افغانان شکنجه کوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 15, 2016
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
8
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د جرمونو نړيوالې محکمې يا ای سي سي اداره وايي، داسې اسناد يې ترلاسه کړي، چې د امريکايي استخباراتو ادارې سي آی ای د افغانستان په پټو او ښکاره زندانونو کې د دغه هېواد يو شمير بې ګناه وګړي سخت شکنجه کړي دي.

دا هم ولولئ

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

په همدې تړاو د روېټرز خبري آژانس ته د يادې محکمې يو تن څارنوال ويلي، چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې امريکايانو د افغانستان په پټو زندانونو کې يو شمير بې ګناه افغانان سخت شکنجه کړي دي.

دوی زياتوي، چې دغه افغانان امريکايي ځواکونه له لرې پرتو سيمو څخه د دولت مخالفو وسلوالو په تور په چاپو او عملياتو کې يادو پټو زندانونو ته وړي او هلته يې په هفتو هفتو سخت شکنجه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړيوالې محکمې يوه اونۍ وړاندې اعلان کړی و، چې افغانستان کې دوی د امريکايانو د جنګي جنايت او بشر ضد کړنو په اړه څېړنې کوي.

د يادې محکمې څارنوال وايي، چې امريکايي ځواکونو په باګرام، کندهار هوايي ډګر، هلمند او يو شمير نورو پټو زندانونو کې د طالب او القاعده په نوم ډيری بې ګناه افغانان ځورولي او د اعتراف په کولو يې سختې شکنجې او وحشي چلند ورسره کړی دی.

نوموړې محکمې ويلي و، چې د دوی اداره به په افغانستان کې دې ته ورته نورو دوسيو پلټنه هم وکړي او د امريکايي ځواکونو لخوا په بې ګناه افغانانو ترسره شوي جرمونه به راڅرګند کړي.

ياده سرچينه کاګي، په دې ترڅ کې افغان بندیانو تر ټولو سخت وحشتونه د ۲۰۰۲م کال نه تر ۲۰۰۴م کال پورې چې د امریکايي ځواکونو د یرغل او دبدبې لومړي وختونه وو ترسره کړي دي.

داسې ویل کېږي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لورې بشري او جنګي جنایتونه څېړي، ښايي تر ډېره بریده د امریکا او ناټو تر سیوري لاندې وي، خو بیا هم تمه ده چې څه نا څه اسناد او مدارک خپاره کړي.

امريکايي او نور بهرني ځواکونه په دغو ناقانونه زندانونو کې د ټولو افغاني او نړيوالو قوانينو خلاف زرګونه بې ګناه وګړي او وسله وال مخالفين ساتي.

د شنونکو په وينا، داسې فکر کيږي چې د بګرام زندان په مسله کې په لومړيو کې د امريکايانو زيات فشار او تبليغات د همدې لپاره وو چې د خلکو پام د دوى نورو پټو زندانونو ته ور وانه وړي.

د يادونې ده، چې په دغو زندانونو کې يوازې وسله وال مخالفين نه دي، چې د افغانستان، امريکا او نړۍ د قوانينو خلاف ورسره چلند کيږي، بلکې زرګونه نور بې ګناه وګړي هم د يادو شوو ټولو قوانينو خلاف د اوږدې مودې لپاره په دغو زندانونو کې ساتل شوي دي.

په افغانستان د امريکايي وحشت لپاره دغه جوړ شوي زندانونه په هېڅ ډول نه شي توجيه کېداى. د افغانستان، نړۍ او امريکا قوانين او د افغانستان او امريکا ترمنځ شته تړونونه او هوکړه ليکونه ددغه ډول کړنو جواز نه ورکوي.

افغان دولت بايد په بيړه دغه زندانونه وتړي او له امريکايي چارواکو څخه کلک تضمين واخلي، چې د افغانستان په خاوره کې به دوى دغه ډول غير قانوني او پټ کارونه نه ترسره کوي.

ويل کېږي په باګرام اډه کې د امريکايانوپه دغه  پټو زندانونو کې ځينې بنديان تر نهو اوونيو پورې په غير قانوني توګه ساتل شوي دي.

له باګرام پټو زندانونو له جېل څخه ازاد شويو يو زيات شمېر بنديانو له امريکايانو شکايت کړی، چې دوی ته يې فزيکې ځورنې، بې خوبۍ او په سړو جلا خونو کې شپې تيرولو ته اړ ايستل شوي دي.
بايد وويل شي، چې پخوا هم داسې خبرونه په ډاګه شوي وو، چې په افغانستان کې د شمال ټلوالې په همکارۍ سره امريکايانو شخصي زندانونه جوړ کړي وو. د دغو زندانونو کره شمېره تر اوسه چا ته نه دی معلوم.

همداراز د پخواني ولسمشر حامد كرزي په وخت کې هم په هلمند او کندهار په دواړو ولايتونو كې امريكايي او بريتنانيايي ځواكونه ۶ پټ زندانونه لرل. چې له جملې يې د کندهار په هوايي ډگر کې د امريکايي او بريتانيايي ځواکونو درې زندانونه او د هلمند په ولايت کې هم، د بهرنيانو په پوځي اډه کې درې نور پټ زندانونه موجود ول.

يوه امریکايي چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په افغانستان کې کابو ۲۰ پټ زندانونه شته چې ټول یې د امریکايانو له خوا اداره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د امریکايي عسکرو له خوا د پروان په باګرام زندان کې د بندیانو د شکنجې رپوټونه ورکول شوي دي.

د باګرام زندان په ۲۰۰۲ م کال کې له پرانستلو وروسته د هغو کسانو د بند پر اصلي مرکز بدل شو، چې د امریکايي عسکرو له خوا نیول کېږي او هلته د پلټنو او شکنجې له پرمختللو وسايلو څخه استفاده کېږي.

ويل کېږي، په دغه زندان کې تر دې دمه د شکنجو له امله لسګونه افغانانو خپل اعصاب له لاسه ورکړي او شاوخوا څلور تنه پکې د شکنجو له امله وژل شوي هم دي.
د خپرو شویو رپوټونو له مخې په سلګونو افغانان ددې بند په وړو خونو کې له محاکمې پرته په بد وضعیت کې بندیان دي.

مخکینې مطلب

اشرف غنی تورپه سپین او سپین په تورلست کې غواړي

بل مطلب

ننګرهار: د چاپې پر مهال بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com