ننګرهار: د چاپې پر مهال بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۵) الماس خدرخېل

تېره شپه د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې بهرنيو او افغان ځواکونو د يو شمير ولسي خلکو پر کورونو چاپې وهلي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې افغان ځواکونو د بهرنيانو په ملتيا د يادې ولسوالۍ په نهمه وياله کې د ملکيانو پر کورونو چاپې وهلي، چې پر مهال يې سخته جګړه هم ترسره شوې ده.

طالبانو رسنيو ته ویلي، چې د بهرنيو چاپې سره د دوی پلويانو سخته جګړه کړې، چې له امله يې ۱۳ بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو په ياده نښته کې د دوی د يو تن ملګري وژل کېدل مني او وايي، چې په جګړه کې يې راغلو عسکرو ته هم زيان اړولی دی.

بايد وويل شي، چې امريکايي ځواکونو شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کندوز په بزکندهاري سيمه کې چاپه وکړه، چې پر مهال يې ډيری بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button