(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه را لیږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د لوګر برکي برک ولسوالۍ اړوند رستم خېلو سيمه کې امريکايي او افغان سپيشل فورس ځواکونو د دوی په ځينو مرکزونو چاپې اچولي.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، د ګډو ځواکونو دغه عمليات د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په ترڅ کې یې د دواړو لوریو تر منځ سخته جګړه شوې ده.
طالبان ویلي، چې په ياده نښته کې يې د سپيشل فورس ځواکونو اړوند يوه چورلکه نسکوره کړې، چې پکې سپرو عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې دمه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وخت ناوخت ګډو ځواکونو ته په شپنۍ چاپو او عملياتو کې مرګ ژوبله اوړي چې دوی يې تلفات پټوي او رسنيو سره يې نه شريکوي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو کې طالبان توانيدلي، چې د شپې دوربينونه ترلاسه کړي او د ګډو ځواکونو شپني عمليات له ماتې سره مخ کړي.