ایراني چارواکي: د افغان طالبانو مشران په ايران کې نشته

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان طالبان او یا کوم طالب چارواکی په ایران کې نشته، دوی د افغان حکومت هغه ادعاوې در کړي چې په وینا يې په دغه هیواد کې طالب چارواکي میشت دي.

څو ورځې وړاندې د فراه ولايت والي اصف ننګ او د مشرانو جرګې ځينو غړو رسنيو ته وويل، چې يو شمير طالب مشران ايران ته تګ راتګ کوي او د دغه هېواد له چارواکو سره کتنې کوي.

 همداراز دوی تور پورې کړی و، چې د يو شمير افغان طالبانو مشران د دغه هېواد په ځينو ښارونو کې د خپلو کورنيو سره يو ځای ژوند کوي.

په همدې اړه د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي، چې افغان طالبان او یا د طالبانو مشران په ايران کې نشته.

نوموړي تېره ورځ رسنيو ته په خپلو څرګندونو په افغاني رسنيو کې خپاره شوي د حکومتي چارواکو تورونه رد کړل او په ايران کې د افغان طالبانو د اوسېدو خبرونه يې بې بنياده وبلل.

د نوموړي په وينا د ايران او افغانستان اړيکې د دولتونو، ګډو ګټو او امنيت پر اساس ولاړې دي.

د يادونې ده، چې د ګډ حکومت چارواکو په وار وار تور پورې کړی، چې افغان طالبانو ته ايران او پاکستان په خپله خاوره کې ځای ورکوي، خو دواړه حکومتونه د افغان چارواکو دغه تورونه په بار بار ردوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button