پروان: د ۵۲ ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا يوه پروژه بشپړه شوه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) الماس خدرخیل

د پروان ولايت په مرکز  چاريکارو کې د برېښنا يوه پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ويل کېږي، له دې برېښنا يي پروژې له لارې به ۲۴۰۰ کورنيو ته برېښنا ورکول شي.

د شمالي حوزې د برېښنا شرکت رئيس غلام صديقي وايي، چې د برېښنا په دې پروژه ۵۲ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ټول لګښت يې د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا ورکول شوی دی.

نوموړی زياتوي، چې د يادې پروژې عملي کار د پروان د برېښنا شرکت او د برق د ساختماني چارو په همکارۍ ترسره شوی دی.

د یادونې ده، چې دغه پروژه د پروان مرکز چاریکار اړوند یوولسمې او دیارلسمې ناحيې ته چې پخوا یې برېښنا نه لرله، برېښنا ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button