زابل: کلات ښار کې د پوليسو دوه لوړپوړو منصبدارانو خپلې قواوې سره مورچه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) الماس خدرخیل
د تازه ورکړل شويو راپورونو له مخې د زابل ولايت کلات ښار کې د پوليسو دوه لوړ پوړو منصبدارانو خپلې قواوې سره یو بل ته مورچه کړي دي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د دواړو لوریو تر منځ د شخصي شخړې له امله يو بل تر خپل امر لاندې قواوې د ښار په ځينو سيمو کې ځای پر ځای کړي دي.
که څه هم د ملي اردو او د ملي امنيت کارکونکي سيمې ته رسېدلي، خو د ښار اوسېدونکي اندېښنه کوي چې امکان شته حالات له کنټرول نه ووځي او په سيمه کې جګړه ونښلي.
کارپوهان په سيمه کې د نظامي ځواکونو تر منځ نه همغږي او په دغه پوسټونو غير وړ کسان مقررول يوه د ګډ حکومت ناکامي بولي.
تر اوسه پورې د یادو پولیس قومندانانو نومونه نه دي په ډاګه شوي او نه هم روښانه شوې چې یاد قومندانان په کوم ګوند پورې تړاو لري او که نه.



