جلال اباد ښار کې د درې هوايي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ۳ میلیون او ۳ سوه زره افغانیو په ارزښت درې هوايي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یادې پیسې د سرې میاشتې لخوا د ولسونو څخه راټولې شوي چې اوس پرې د جلال اباد ښار په ګڼه ګوڼې سیمو کې د درې هوايي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د یادو پلونو په پرانست غونډه کې د ننګرهار والي ګلاب منګل، د جلال اباد ښارو وال حمیدالله افغان، د قومونو د یو والي شورا مشر لعل اغا کاکړ او سرې میاشتې رئيس ننګیالي یوسفزي ګډون کړی و.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، چې دغه پلونه د سرې میاشتې ادارې لخوا د درې میلیون او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي، دده په وینا د جوړولو چارې به یې په راتلونکو دریو میاشتو سرته ورسیږي.

نومړي زیاته کړه، چې په هر پل به یو میلیون او سل زره افغانیۍ ولګول شي.

نوموړي وویل، چې دغه پلونه د ښار په بزازۍ کوڅه، د پوهنتون روغتون مخې ته او نصرت لیسې ته څیرمه جوړیږي، چې د عامه خلکو د پلي تګ راتګ په اړه به زیات سهولت رامنځته کړي.

دا پیسې د سرې میاشتې د رضا کارانو لخوا د ننګرهار له ولسونو څخه راټولې شوي چې د اړتیاو په لومړیتوبونو له بحث وروسته د جلال اباد ښار کې د درې پلونو د جوړولو پریکړه وشوه، چې په ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

د سرې میاشتې رئيس ننګیالي یوسفزي وویل، ډیر زر به په دغه ښار نورې ټول ګټې پروژې ولسونو ته د سهولتونو برابرولو په موخه ترسره کړي.

نوموړي د ننګرهار له خلکو وغوښتل چې یادې ټولنې سره نورې مرستې هم وکړي تر څو ددغه ډول ملي پروګرامونو په لاره کې مصرف شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په ټول هیواد کې یواځې یو هوايي پل د کابل ښار په کوټه سنګي څلور لارې کې جوړ شوې، چې دا به د هیواد په سطحه دویم پل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button