کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بادغیس له سنګ آتش ولسوالۍ څخه همکار خبر را کوي چې پرون مازدیګر مهال د طالب جنګیالیو او افغان ځواکونو تر منځ پیل شوې جګړه د تېرې شپې په ۳بجو پای ته ورسېده، چې دواړه لوریو ته یې تلفات اړولي دي.
همدارنګه د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې پیل شوې جګړه چې پرون مازدیګر ۵بجې د یادې ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ او دفاعي پوستو پیل شوه، د شپې په ۳ بجو پای ته ورسېده.
مجاهد وايي چې د برید په پایله کې د اربکي قومندان رحیم داد پوسته او د قومندان قیوم پوسته په مکمله توګه د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلي دي، او د افغان ځواکونو ۵ تنو جنګیالي د قومندان رحیم داد په شمول ووژل شول، او ۷تنه نور ټپیان دي او ۲تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
مجاهد د افغان ځواکونو څخه د یوه ثقیل، یوه راکټ، ۲ کلاشنکوفونو، یوه موټرسایکل او د ګڼ شمېر نورو مهماتو خبر هم ورکړی دی.
مجاهد مني چې په جګړه کې یې ۴تنه جنګیالي ټپيان دي او یو بل تن یې وژل شوی دی.


















