کاناډا: د هاليفکس په غونډه کې د افغانستان د امنيت په اړه بحث کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۹) الماس خدرخېل
د ورکړل شويو راپورونو له مخې په کاناډا کې به نن د هاليفکس په ناسته کې د افغانستان د امنيت په اړه بحث وشي.
په دغه ناسته کې به د افغانستان د دفاع وزير عبدالله حبيبي هم برخه ولري او د افغانستان پر امنيتي وضعيت، پر نړيوالو مرستو او د تروريزم سره د مبارزې په اړه بحث کېږي.
د هاليفکس درې ورځنۍ غونډه کې د يو شمير هېوادونو دفاع وزيران او د سلو هېوادونو پوځي کارپوهان برخه لري.
د دفاع وزارت د ویاند مرستيال محمد رادمنش وايي: ((په دې کنفرانس کې د هغه هېوادونو د مرستو په اړه چې په افغانستان کې سرتېري لري او د تروریزم په وړاندې مبارزه کوي خبرې کېږي، د افغانستان دفاع وزیر په همدې هدف دغه کنفرانس ته غوښتل شوی دی)).
د هاليفکس په رسمي انټرنيټ پاڼه کې راغلي، چې ننۍ غونډې ته به د ګډ حکومت رياست سلاکار سيدطیب جواد او په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني ويناوې وکړې.
د يادې غونډې تنظيمونکي وايي، چې په دې مجلس کې د پاکستان يو شمېر پوځي کارپوهان هم برخه اخلي او د پاکستان د امنيتي او ګډوډ حالت په اړه به هم بحث وشي.
ويل کېږي، د کاناډا د هاليفکس ناستې او پرېکړې کومه اجرائيه بڼه نه لري خو افغان چارواکي خوشبينه دي، چې دغه ډول کنفرانسونه د افغانستان د امنيت په اړه د نړيوالې ټولنې توجه راړوي.



