ننګرهار: داعش وسله والو يو دينې عالم په ډزو وژلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) الماس خدرخیل

د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی يو تن ديني عالم د داعش وسلوالې ډلې لخوا وژل شوی دی.

د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چې داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ د اخون کلي اوسېدونکی ديني عالم مولوي عبدالصمد له ځان سره له بېولو وروسته وژلی دی.

د ځايي اوسېدونکو په وينا نوموړي څلوېښت کلن ديني عالم کومه دولتي دنده نه درلوده او نه یې کومې وسله والې ډلې سره لاس درلود.

د سیمې اوسیدونکي زياتوي، چې مولوي عبدالصمد د امامت تر څنګ په ځينو مدرسو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله او په سلګونو زده کوونکي یې روزلي دي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار د شينوارو د ديني عالمانو شورا ويلي و، چې داعش وسله والې ډلې په دې ولايت کې د خپل حضور له پیل راهیسې تر دې دمه ۳۶ ديني عالمان په ډزو سره وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې داعش افراطي ډله حنفي علماء او مقلدین مشرکان بولي او پر وړاندې یې وسله واله مبارزه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button