ټرمپ د خپل حکومت درې پوسټونو لپاره نوماندان ټاکلي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی

 د امریکا نوی جمهوري پال ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې حکومتي دورې د دریو مهمو څوکیو لپاره نوماندان غوره کړي دي.

ټرمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی دی.

مایکل فلین د ۲۰۱۲ز کال نه تر ۲۰۱۴ز کال پورې د امریکا د دفاعي استخباراتي سازمان د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده، هغه مهال مایکل فلین د داعش پروړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر سیاستونو سختې نیوکې کولې، چې خپلې څوکۍ پریښودلو ته اړ کړل شو.

همدارنګه فلین د مسکو په اړه د ټرمپ هم فکره دی، ده  ویلي؛ واشنګټن باید له مسکور سره نژدې همکاري ولري.

ټرمپ د سي آی اې د ریاست لپاره له کانزاس ایالت څخه د پارلمان غړی مایک پومپیو ټاکلی دی.

ویل کیږي، چې مایک پومپیو د امریکا د استخباراتي ادارې( CIA) لپاره نومول شخص د جمهوري پال ګوند غړی دی، نوموړی له ایران سره د اټومي هوکړې مخالف و.

او جمهوریپال سناتور جف سشنز یې لوی څارنوالۍ مقام ته نومولي دي.

سناتور جف سشنز د ټرمپ له کلک ملاتړ کوونکو څخه دی.

ویل کیږي چې نوي ولسمشر ټرمپ ټول هغه نوماندان غوره کړي چې د اوباما د سیاست سخت مخالفت کوونکي بلل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button