(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی
پنټاګون ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسیې (MI- 17) چورلکو پر ځای باید افغان پوځ ته امریکایي څرخکې ورکړای شي کومې چې د افغان هوايي پوځ یې هم هیله لري.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره به د روسیې چورلکو پر ځای د سیکور سکای ائير کرفټ کمپنۍ جوړې شوې پر مختللې څرخي الوتکې UH-60A Black Hawk واخلي.
د امریکا په کانګرس کې د کنټي کیټ ایالت استازو کریس مورفي، ریچارد بلومنتل او ځینو نورو غړو وویل« د امریکا د مالیاتو پيسې د روس پر ځای باید امریکا ته ورکړل شي، امریکا باید د روسیې الوتکو پر ځای امریکايي الوتکې د افغانستان لپاره وپیري، روسیه د امریکا لپاره امنیتي مشکلات جوړوي او په سوریه او اکراین یې یرغل کړی دی.»
له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو، چې د افغان هوايي پوځ لپاره به د روسیې ایم آی ۱۷ څرخي الوتکې واخلي چې اوس یې په دې پریکړه کې بدلون راوستلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د هوايي پوڅ بلک هاک څرخکې تر روسي ام ای ۱۷ څرخکو پرمختللې او ګران بیه دي.
په وروستیو کې د امریکا او روس تر منځ اریکي د سوریې او اوکراین دولتونو پر سره سره خرابې شوي دي.


















