(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د اسراییلو جمهور رئيس رووین ریولین د شپږ ورځیني سفر لپاره هند ته تللی، هندي وګړي پلازمینه کې لارو کوڅو ته راووتل او د اسراییلي مشر پر ضد یې توند لاریون وکړ.
لاریون کوونکو له ځانه سره د صهیونیستي رژیم محوه شوي تابلوګانې او انځورونه لیږدول او « مرګ په اسراییلو، مرګ په امپریالیزم»، « فلسطین زنده باد» شعارونه یې ورکول او له خپلې خاورې یې د اسراييلي مشر د وتلو غوښتنه کوله.
تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د هند مسلمانانو دغه هیواد ته د اسراییلي رژیم مشر په ورتګ باندې خبرداری ورکړی او پر ضد یې له کرکې ډک لاریون کړی دی.
د هند وګړو ویلي، چې د نوي ډیلي حکومت باید د اسراییلو له صهیونیستي رژیم سره پریکون اعلان کړي او هیڅ ډول اړیکي ورسره زیاتې نه کړي.
هندي مطبوعاتو ویلي دي، چې هندي زده کوونکو غوښتل چې د اسراییلو سفارت مخې ته لاریون وکړي ؛ خو سیمه کې یې پولیسو مخه نیولې ده او لاریون کوونکي یې پاشلي دي.
ویل کیږي چې د اسراییلو یو لوړ پوړی چار واکی له دوو لسیزو وروسته هند ته سفر کوي، چې هندي وګړي یې پر وړاندې سخته کرکه څرګندوي او په مقابل کې د فلسطین له ولس سره خواخوږي ښيئ.


















