نوکیا کمپنۍ نوی سمارټ فون مارکیټ ته وړاندې کوي   

 لاروی

له څو کلونو وروسته نوکیا کمپنۍ یو ځل بیا په نوي سیستم سره سمارټ فون مارکیت ته وړاندې کوي، چې په دې سمارټ فون سره به د نوکیا کمپنۍ مشهورتیا نوره هم زیاته شي.

د نوکیا کمپنۍ ویلي، چې په راتلونکي میلادي کال کې به د نوې سیستم سمارټ فون مارکیټ ته وړاندې کړي؛ خو دا نوی سیستم به نوښتونه هم ولري او هغه اسانتاوې چې نور سیستمونه یې نه لري، دا نوی سیستم به یې ولري.

دا په نوي سیستم مارکیټ ته وړاندی کوونکی سمارټ فون د فنلینډ یوې کمپنۍ جوړکړی دی، چې په مبایلونو کې به یوه د ستاینې وړ ځانګړتیا ولري. دا چې په  نوي سیستم مارکیټ ته وړاندې کوونکي سماټ فون کې کوم نوی والی راغلی، د فنلینډ کمپنۍ یې لا یادونه نه ده کړې.

د نوکیا مبایل فون کاروبار په اصل کې په ۲۰۱۴م کال کې د مایکروسافټ لخوا وپلورل شو، چې د پلورلو جواز وسره و؛ خو د ځینو ستونزو له امله چې مایکروسافټ بیا د خپل فعالیت په نوي والي سره پیل وکړ د نوکیا فنلینډي کمپنۍ به هم ترې ګټه پورته کړي.

د نوکیا د کمپنۍ د معلوماتو په اساس کیدای شي نوکیا نوی سیستم په راتلونکي کال لومړنیو درې میاشتو کې مارکیټ ته وړاندې کړل شي.

 د فنلینډ یوې بلې کمپنۍ ایچ، ایم، ډي هم په نوو مبایلونو، چې تر نورو مبایلونو به نوی والی ولري، يه شراکت دارۍ سره په کار پیل کړی دی؛ خو دا چې دا کمپنۍ به کوم ډول مبایلونه او نور الکترونیکي سامانونه مارکیټ ته وړاندې کړي، کومه یادونه یې نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button