(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) الماس خدرخیل
د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د افغان ځواکونو دوه پوستې له منځه تللي.
نوموړی بريد تېره شپه د يادې ولسوالۍ اړوند د ډب خاکریز په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په دوه پوستو د طالبانو له لوري ترسره شوی دی.
د طالبانو له لوري رسنيو په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه بريد کې يې د قومندان محمد داود په شمول څلور تنه عسکر وژلي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په میدان پراته دي او يو تن يې له ځان سره ژوندی بيولی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ياده جګړه کې يې د يو تن عسکر په شمول ګڼ شمير پوځي توکي او مهمات هم نيولي دي.
د ياد ولايت چارواکو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه اييزې امنيتي سرچينې د برید پخلی کړی او د تلفاتو په اړوند يې مالومات شريک نه کړل.

















