(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی
سایبري هکرانو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویبسایټ په دې تور هک کړی، چې د داعش ډلې ملاتړي او رامنځته کوونکي دي.
هکران چې ځانونه د “هزارستان سایبري پوځ” نوموي، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویبسایټ هک کړې او په یاد ویبسایټ يې لیکلي، چې “تر څو چې عدالت نه وي پلې شوی موږ به په کراره کیننو، موږ د افغانستان د ټولو قومونو لپاره برابری او عدالت غواړو”.
همداراز سایبري هکرانو ویلی؛ ددې وبسایټ کنټرول زموږ په لاس کې دی او ټول معلومات یې له موږ سره دي او زیاتوي چې “امنیت یوازې فریب یا خیال دی.”
د ویبسایټ هک کوونکو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې رییس معصوم ستانکزي، د کابل ګارنیزیون قومندان ګل نبي احمدزي او د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمان رحیمي داسې انځورونه خپاره کړي چې تر شا یې د داعش ډلې بیرغونه لیدل کېږي او د حکومت دغه لوړ پوري چارواکي یې د داعش ډلې په ملاتړ او را منځته کولو تورن کړي دي.
سایبري هکرانو ویلي، چې په کابل پر شیعه وګړو بریدونو کې د یادو چارواکو لاس دی او ددوی د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د بي بي سي ته منلې چې ویبسایټ یې د سایبري هکرانو لخوا هک شوی دی؛ خو دده په وینا او تخنیکي کارکوونکي د ویبسایټ په بیرته فعالولو بوخت دي، نوموړي د سایبري هکرانو دا عمل یوه ترهګري بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي امینیت اداره مخکې هم د داعش وسله والې ډلې په ملاتړ تورنه شوې وه، چې په دې اړه د ولسي جرګې ځینو غړیو هم خبر ورکړی و.
















