(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی
د خېبر پښتونخوا ستر وزير پرويز خټک ويلي دي، چې د ناقانونه افغانانو نوم ليکنه دې وکړل شي او دا دې ثبت(رجسټر) کړل شي.
دده په وینا، همدغه ناقانونه افغانان د خېبر پښتونخوا لپاره ستونزه ده، چې له امله يې امنيتي ستونزې رامنځته کيږي.
خټک زیاته کړه، چې د نړۍ هېوادونه له هويته پرته چاته د گرځيدو اجازه نه ورکوي، نو اړینه ده چې غیر راجستر افغان کډوال دې هم ثبت شي.
نومړي زیاته کړه،چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يې يو شمير کميټې جوړکړي دي، که چيرته پوليس کوم غیر راجستر افغان نيسي نو ددې کميټو په ضمانت به خوشي کيږي.
پرويز خټک د افغان کډوالو پر ښوونې او روزنې ټينگار وکړ، نوموړي وویل، د افغان کډوالو ښوونه او روزنه اړينه ده، ده د ملگروملتونو د کډوالو ادارې او نورو مرستندويه ټولنو څخه وغوښتل، چې افغان کډوالو ته دې د زده کړې لارې چارې برابرې کړي، تر څو دوی خپل هېواد ته د خدمت جوگه شي.

















