سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

اسرائیل/ځانګړی راپور

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 25, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
16
ځلې شریک شوی
194
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د اسرائیلو پېژندنه، پر مظلومو فلسطینیانو د اسرائیلو له خوا ظلمونه، له فلسطین سره د اسلامي هېوادونو نا ځواني، د اسرائیلو استخباراتي اداره (موساد) او  د اسرائیلو په حیفا ښار کې د اور لګېدنې عذاب او د خلکو تېښته په دغه هر اړخیز معلوماتي راپور کې لوستی شئ!

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

اسرائیل:

اسرائیل د غربي آسیا د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دی، رسمي نوم یې (د اسرائیلو دولت) او د پلازمینې نوم یې (تل ابیب) دی.

د اسرائیلو مساحت (۲۲.۱۴۵) کیلو متره مربع دی، اسرائیل په نړۍ کې د پراخوالي په لحاظ ۱۵۳م هېواد دی.

اسرائیل ۱۰ ښارونه لري، چې عبارت دي له:

اورشلیم، تل ابیب، حیفا، ریشون لتسیون، اشدود، بئرشبع، پتخ تیکوا، ناتانیا، خولون او بني برق.

د دغه هېواد رسمي ژبې عربي او عبري دي او انګلیسي، روسي او ییدیش پکې ترویج موندلی دی.

اسرائیل  د مدیترانې سمندر په شرقي ساحل کې واقع دی، چې په شمال کې له لبنان، په شمال ختیځ کې له سوریې، په ختیځ کې له اردن او په جنوب غرب کې له مصر سره ګډې پولې لري.

په ۲۰۱۳ میلادي کال د اسرائیلو د مرکزي احصائیې ادارې په دغه هېواد کې د مېشتو خلکو په اړه اټکل کړی وو او ویلي یې وو، چې په دغه هېواد کې (۶.۰۴۵.۹۰۰) کسان یهودیان او (۱.۶۶۳.۴۰۰) کسان اسرائیلي عرب دي.

په دغه هېواد کې مارونیان، سامریان، ارمنیان او چرکسي قومونه مېشت دي.

اسرائيل څرنګه منځته راغلل:

د دې قرن په لومړیو کې برتانیا غوښتل، چې یو لوی استعمارګر دولت رامنځته کړي، وجه يې دا وه چې د المان د زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي او په همدې دلیل یې له (هلنډ، بلژیک، اسپانیا، پرتغال او ایټالیا) هېوادونو سره په اړیکه کې شو او له پرېمانې هڅې وروسته په دې وتوانېدو، چې په ۱۹۰۷ میلادي کال کې د دغو هېوادونو د ستروسیاستمدارانو یوه غونډه دایره کړي.

دغه کنفرانس چې یوه هفته یې دوام وکړ، بالاخره یې اعلان کړه، غرب ته تر ټولو لوی خطر دا دی، چې د مدیترانې سمندر څنډې د برتانیا له لاسه ووځي.

دغه سمندر اسیا له اروپا سره نښلوي او دا سیمې د مسلمانانو په لاس کې دي او دوی پوهېدل، چې مسلمانان یو واحد ملت دی، د نړۍ ټولې زېرمې په اسلامي هېوادونو کې دي او دوی فکر کاوه چې  کېدای شي مسلمانان یو ځل بیا له بند او اسارت څخه خلاص شي او د یو خلافت درلودونکي شي، هماغه وو چې لویو هېوادونو فیصله وکړه چې د دوی ترمنځ اتحاد ختم کړي او لومړنی کار یې دا وو چې افریقا له اسیا څخه بېله کړي او هر ډول روابط یې ترمنځ له منځه یوسي.

دغه خبره وه چې لویو هېوادونو  هڅه وکړه، یو داسې دولت د مدیترانې سره په څنډه کې رامنځته کړي، چې له نورو عربي هېوادونو سره (چې دین یې اسلام دی) کاملاً په اختلاف او دښمنۍ کې وي.

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د امریکا جمهور رئيس (ترومان) اعلان وکړ، چې باید فلسطین ته یو لک یهودیان هجرت وکړي او هلته له فلسطینیانو سره پوله وټاکي او د اسرائيلو بېل دولت اعلان کړای شي او دا په داسې حال کې وه، چې د برتانیا پوځ هم په فلسطین کې وجود درلود او ټولې چارې د هغوی په لاس کې وې، که څه هم د دوی د وتلو نېټه هم نږدې وه، خو لا وتلي نه وو، چې د امریکا حکومت د ۱۹۴۸ کال د مۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه اسرائيل د یوه دولت په حیث اعلان کړ او هماغه وو چې د عربو او یهودیانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې، هماغه وو چې ملل متحد یوه غونډه راووبلله، د عربو او یهودیانو ترمنځ د ډز بندۍ اعلان یې وکړ او ځمکې یې ورته ووېشلې، د (نقب صحرا) یې یهودیانو ته ورکړه او (جلیل صحرا) یې عربو ته.

د دې جنګونو ټوله ګټه یهودیانو ته ورسېدله او په دې جګړو کې لس میلیونه انسانانو ته زیان واوښت، یهودیانو له دوه سوو څخه زیات مسجدونه وران کړل او د مسلمانانو قبرونه یې ونړول.

د روس او امریکا په اړه یوه مشهوره خبره دا ده، چې دوی په هېڅ کوم شي کې له یو بل سره نه دي متفق شوي، خو د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو کې سره موافق وو.

نو که پوښتنه وشي چې اسرائيل څرنګه منځته راغلل، ځواب دا دی، چې د امریکا او برتانیا په کوښښونو او د مسلمانانو د غفلت له وجې.

د اسرائیلو له خوا پر مظلومو فلسطینیانو ظلمونه:

د اسرائیلو له خوا پر مظلومو فلسطینیانو داسې او دومره ظلمونه شوي دي، چې له شمېر او ثبت څخه وتلي دي.

مونږ دلته یو څو مشهورې پېښې را اخلو:

د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په ۶مه نېټه جګړه پیل شوه او د اکتوبر تر پایه پورې یې ادامه درلوده، چې په لړ کې یې لږ تر لږه ۲۱۲۵ فلسطینیان ووژل شول.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د غزې په ۵۰ ورځینۍ جګړه کې څه د پاسه ۲۱۰۰ فلسطینیان ووژل شول.

اسرائیلو څو ځله پر غزې باندې ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي او څو ځله یې له اوربند څخه سرغړونه هم کړې ده.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه یوازې او یوازې په لسو ورځو کې ۲۴۰ فلسطینیان د اسرائیلو له خوا ووژل او ۱۸۰۰ نور ټپيان شول.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه رسنیو خبر ورکړ، چې یوازې او یوازې په دوو اونیو کې پر غزې تړانګې د اسرائیلو بریدونو  څه د پاسه ۴۰۰ فلسطینیان وژلي دي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د لسمې میاشتې په ۳۰مه نېټه په القدس ښار او الضفة الغربیة (لویدیځه تړانګه) کې د جمعې د لمانځه څخه وورسته فلسطینیانو د اسرائیلو د ظلمونو پر خلاف د «غضب» په نوم لاریون پیل کړ، اسرائیلو پرې مخامخ ډزې وکړې، او پر لاریون سربېره یې د فلسطینیانو پر کلیو او کورونو باندې اوښکې بهوونکې بمونه وغورځول، چې له کبله یې د ۸ میاشتو د یوه ماشوم په ګډون ۳ نور فلسطینیان ووژل شول.

په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم په مسجد الاقصی کې د اسرائیلو له خوا مسلمانان ځورول کیږي، ټکول کیږي، بندیان کیږي او وژل کیږي، ان تر دې چې خپل مذهبي دودونو ته یې هم نه پرېږدي.

د اسرائیلو استخباراتي اداره (موساد)

په ۱۹۸۰ لسیزه کې تارنما (اسرائیل غږ) اعلان وکړ چې د اسرائیلو د تحفظ لپاره، یهودۍ پېغلې تر ټولو لویه اسلحه ده.

اسرائیل غږ لیکلي وو چې هر کال په سوونو یهودې نجونې له موساد سره د همکارۍ لپاره په داوطلبانه شکل کار ته حاضریږي او بیا دوی په عربي هېوادونو کې تر مختلفو نومونو لاندې د موساد لپاره فعالیتونه سرته رسوي.

د اسرائیلو استخباراتي شبکې د اسلام دین د مطالعې لپاره بېل ارګان جوړ کړی دی، تر څو هغه اختلافي مسائل وموندي او بیا په مسلمانانو کې بېلې بېلې ډلې ټپلې رامنځته کړي او  له یوبل سره یې په دښمنۍ کې سره واچوي او دا دی، اوس مونږ او تاسو وینو چې د اهل سنت والجماعت د برحقې ډلې پر خلاف په لسګونه نورې ډلې منځته راغلي دي.

د روسیې جمهور رئيس پوتین له آر ټي چینل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې داعش ډله د مسلمانانو پر خلاف د امریکا او برتانيې په مرسته د موساد له خوا حمایه کیږي.

اسرائیلو همېشه کوښښ کړی چې په مسلمانو ملکونو کې داسې کسان سر اقتدار ته راولي، چې هغوی د کورنۍ په لحاظ کمزوري او له دین سره چندان اړیکې ونه لري او بیا یې د نانزکو په شکل وګډوي.

اسرائيل په اسلامي ملکونو کې پټې وژنې سرته رسوي او د مسلمانانو د سر کسان له منځه وړي، چې اکثراً هغه علماء حق دي چې د اسلام له اصلي رنګ اهل سنت الجاعت سره تړاو ولري.

اسرائيل یو اقتصادي اتحاد لري چې د مسلمانو کمپنیانو پر خلاف ټول سره یو لاس دي او د خپلو کمپنیانو لپاره میډيا کاروي، چې په تجارتي اعلاناتو سره خپل توکي معتبر او نور له اعتبار غورځوي.

اسرائیل یوازې د جهاد له کلمې څخه وېره لري او مخه نیول یې ورته ګران بريښي او د مسلمانانو د هر بل کار پر خلاف دوی ستر ستر پلانونه په کار اچوي، چې تر ډېره بریده دوی په کې کامیابیږي.

له فلسطین سره د اسلامي هېوادونو نا ځواني:

اسلامي هېوادونه پر ځای د دې چې د فلسطینیانو څنګ ونیسي، دوی د فلسطینیانو له قاتلینو (اسرائیلو) سره مرستې کوي او لارې ورته هواروي.

سعودي هغه مهال چې د اسرائیلو له خوا مظلوم فلسطینیان شهیدانېدل، پر هغوی یې بمبارونه کول او د خپلې خوښې ژوند ته یې نه پرېښودل، د سعودي د کار وزارت اړوند سرچینو خبر ورکړ، چې دغه وزارت یهودیانو ته هم د کار وېزې ورکوي او زیاته کړې یې وه، چې سعودي عربستان له دین او مذهب سره هېڅ کار نه لري.

همدا راز ترکیې چې کله له اسرائیلو سره بېرته خپلې اړیکې ټینګې کړې، نو له دوی سره یې ملګرتیا پیل کړه، دغه ملګرتیا یې اوس تر دې پورې رسېدلې، چې په اسرائیلو کې یې پر روان عذاب خواشیني څرګنده کړه او د درېدنې لپاره یې د مرستې غږ پورته کړ.

د اسرائیلو په حیفا ښار کې د اور لګېدنې عذاب او د خلکو تېښته:

د اسرائیلو په درېیم ستر ښار (حیفا) کې اور بل شوی دی، چې لـمن یې د پراخېدو په حال کې ده.

پرون د اسرائیلي دولت لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو بېړنی حالت اعلان کړو او خبر یې ورکړ، که دغه اور لګېدنه قصدي شوي وي، نو ښايي یو «تروریستي اقدام» وي او عاملان به یې خپله سزا وویني.

نوموړي د حیفا ښار د ۱۳ سیمو ۸۰ زرو کسانو ته دستور ورکړی دی، چې خپل کورونه پرېږدي او  خوندي ځایونو ته تېښته وکړي.

دغه اور ۳ ورځې وړاندې د حیفا د شمال ختیځ په پل پاز سیمه کې وروسته له دوه میاشتینۍ وچکالۍ څخه پیل شو.

د حیفا ښاروال یوناو یاهاو وايي، ښايي اور وروسته له هغې پیل شوی وي، چې یوه سړي د تېلو له یوه ډک ځای سره خپل سګریټ ولګاوو.

د اور لمبې د خشکې هوا او د هوا د شدید سرعت له کبله ګڼو محلو ته رسېدلې دي، چې ګڼ موټران او منازل یې له منځه وړي دي.

اسرائیلي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان ټپیان شوي دي، چې ټپونه یې سطحي دي.

د اسرائیلو د پولیسو رئیس روني آلشیک دغه اور لګېدنه یو قصدي عمل بللی دی.

په ورته وخت کې د اسرائیلو پولیسو په بیت المقدس کې ۴ تنه فلسطینیان نیولي دي.

ښايي دغه ۴ تنه فلسطینیان د یوې اور لوبې په پیل کې د غفلت په تور محاکمه شي.

نن د جمعې په ورځ هم دغه اور جریان لري.

تازه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د اور لمن به نوره هم پراخه شي.

د یادولو ده، په خواله رسنیو کې افغانانو او د نورو هېوادونو مسلمانانو پرې خوښي څرګنده کړې ده او د دوی په اند، چې دا د فلسطین د مظلوم ولس د زړونو فریاد دی.

مخکینې مطلب

د ایمان مسایل (۲۷مه برخه) - تقدیر څه ته ویل کیږي ؟

بل مطلب

پرويز خټک: ناقانونه افغانان د خېبر پښتونخوا لپاره ستونزه ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com