عبدالرحیم مسلم دوست: د حافظ سعید مشري نه منم

کابل ټکی کام۲۶میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
عبدالرحیم مسلم دوست چې مخکې د طالبانو ملگری وو، او وروسته د داعش ډلې ته وواوښتو، په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعید خان غیرمشروع مشر بللی.
عبدالرحیم ویلي چې د حافظ سعید خان مشري د هغه  ظلم او فساد له کبله نه منم چې په افغانستان کې یې ترسره کوي.
ده همدا راز ویلي دي چې حافظ سعید خان په افغانستان کې ظلمونه کوي، او د شریعت خلاف عملونه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې حافظ سعید خان د داعش ډلې له لورې د خراسان لپاره والي ټاکل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button