پاکستان: مهمند ايجنسۍ په پوځي کمپ بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۶) الماس خدرخېل
د پاکستان خيبرپښتونخوا ايالت مهمند ايجنسۍ د پاکستاني ځواکونو په پوځي کمپ بريد کې لږ تر لږه ۱۶ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي، چې بريد سهار مهال ۶ بجې د ۴ بريدګرو له لوري د مهمندو غلنۍ سيمه کې په پوځي پنډغالي کې ترسره شوی دی.
نوموړي رسنيو ته ويلي، چې په دې بريد کې د پاکستان د پوځ ۲ سرتيري وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
بريد کوونکو غوښتل، چې د سرتيرو د ګڼې ګوڼې ځای ته ځانونه ورسوي، چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې څلور واړه بريد کوونکي هم وژل شوي دي.
پاکستاني ځواکونو په سيمه کې ګرځبنديز اعلان کړی او د نورو بريد کوونکو پلټنه يې پیل کړې ده.
د بريد مسؤليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی دی.



