جرمني د تل لپاره په مزارشریف کې خپله کونسلګرۍ وتړله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۶) زرغون خوږیاڼی
وروسته له هغه چې په مزار شریف ښار کې د جرمني کونسلګرۍ د طالبانو له ډله اییز برید لاندې راغله، د جرمني چارواکو اعلان کړی چې یاده کونسلګرۍ به د تل لپاره وتړي.
د جرمني هېواد ورځپاڼو خبر ورکړی، چې د جرمني خارجه چارو وزارت لخوا د افغانستان په شمال مزار شریف ښار کې ددغې هیواد کونسلګرۍ یې تړلې ده، ددوی په وینا جرمني به هیڅکله بیا خپله کونسلګرۍ په مزار شریف کې ونه پرانیزي.
ورځپاڼو لیکلي، د جرمني خارجه چارو وزارت پریکړه کړې،چې د یادې کونسلګرۍ عمله او دیپلوماتان به د «مرمل» په نوم په خپله پوځي اډه کې، چې په کابل کې ده، ځای پر ځای کړي او له دې ځایه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د جرمني هیواد پوځي چارواکو ویلي وو، چې د جرمني کونسلګرۍ د مزار شریف ښار د ګڼې ګوڼې په سیمه کې جوړه شوې ده او نه شي کولای د کونسلګرۍ امنیت وساتلی شي.
جرمني هېواد دا پریکړه وروسته له هغه کوي، چې څه موده وړاندې په مزار شریف ښار کې ددغه هیواد پر کونسلګرۍ باندې د طالب وسله والو لخوا ډله اییز برید وشو، د طالبانو په وینا په برید کې د کونسلګرۍ په سلګونو کارکوونکو او ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د جرمني هېواد اتباع هم په کې شامل دي.



