سمنګان: ترافیکي پيښه کې د دوه عسکرو په ګډون درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۶) زرغون خوږیاڼی
د سمنګان ولایت چارواکو ویلي، چې ددغې ولایت مرکز سره نږدې په یوه ترفیکي پيښه کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی، د اردو افسر او یو بل ملکي وګړی ټپي شوي دي.
د سمنګان ولایت د ترفیکو پيښو د څیړنو مسئول سمونوال عبدالرزاق ویلي، چې تیره ورځ ناوخته د سمنګان مرکز ته څیرمه د شهید اندخوی په سیمه کې یاده پيښه رامنځته شوی، چې د ملي اردو یو عسکر په کې وژل شوی او افسر یې ټپي شوی دی.
دده په وینا په سیمه کې د اریا باختر نمائینده ګۍ اړوند بس موټر د ملي اردو له رینجر موټر سره ټکر وکړ، چې یاده مرګ ژوبله یې واړوله.
تر اوسه د پيښې انګیزه نه ده معلومه او نه کومه خوا پړه پيژندل شوې ده.



