ظاهرقدير: داعش غواړي په هره ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ ځای پر ځای کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستيال ظاهر قدير د ننګرهار او د هېواد په يو شمير نورو سيمو کې د داعش پر ځواکمنېدو اندېښنه ښودلې.

نوموړی وايي، داعش وسلواله ډله په پلان کې لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولسواليو کې په ځانګړې ډول ۲۰۰ کورنۍ د کډوالو په نوم ځای پرځای کړي.

ښاغلي قدير تېره ورځ د ولسي جرګې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: (چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د داعش ۲۰۰ ځای پر ځای کېدونکې کورنۍ به د یوه کال په موده کې ۸۰۰ نورې کورنۍ له ځان سره فکري ملګرې کړي، د قدیر په خبره د داعش له پلان سره سم په هرې ولسوالۍ کې به د دې ډلې ۱۰۰۰ کورنۍ په خورا اتفاق خپلې چارې مخ ته وړي، چې هغه مهال به یې مخنیوی له وسه پورته کار وي).

هغه همداراز وويل، چې داعش ډله په ننګرهار کې د داعش پر ضد پاڅونکونکي په هدفي وژنو کې په نښه کوي.

تر دې وړاندې ظاهرقدير په ځلونو ويلي ، چې په افغانستان کې داعش ډله د افغانستان د ملي امنيت له خوا تمويلږي، خو په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وياند مرستيال رادمنش بيا وايي، چې داعش ډله کې زياتره يې بهرنيان دي، چې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، هغه زياته کړه، چې مونږ د داعش په پلانونو خبر يو.

شاوخوا یو نیم کال وړاندې داعش وسله والې ډلې رسماً په ننګرهار ولایت کې د خپل حضور اعلان وکړ، که څه هم په ياد ولايت او يو شمير نورو سيمو کې د داعش خلاف د دولت عملياتو کې د پام وړ پر مختګ نه ليدل کېږي، خو افغان حکومت په کراتو ویلي، چې دغه ډله یې ځپلې او هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې دایمي مرکزونه جوړ کړي.

شنونکي په دې باور دي، چې ښاغلی قدیر په ښکاره په افغانستان کې د داعش د مخالفت جنډه پورته کړې خو په واقعیت کې دی او د اعش دواړه له یوې سرچشمې خړوبیږي او له یوه جهت څخه دواړو ته په شریکه د هیواد په تیره د ننګرهار د بي ثباتي دستور ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ظاهر قدير ويلي و، چې داعش ډله غواړي توره بوړه ونيسي او د خپل هميشني مرکز په توګه پکې مرکزيت جوړ کړي، سياسيون په دې باور دي، چې د ظاهر قدیر لخوا توره بوړه د داعش د خلافت مرکز اعلانول ټول د افغانستان د بي ثباتي لپاره هغه امریکايي پلانونه دي چې په یوه او بل نوم یې دلته د نیابتې جګړې د دوام په غرض پلي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button