د افغانستان- ترکمنستان تر منځ رېل پټلۍ نن رسماً پرانستل کېږي

(کابل ټکی کام لیندۍ۸) الماس خدرخیل
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو تر منځ به نن د رېل پټلۍ افتتاحي مراسم په رسمي ډول ترسره شي.
ويل کېږي، دغه رېل پټلۍ چې د ترکمنستان له آته مراده څخه د افغانستان د فارياب تر اقينې بندره پوري د رېل کرښه ده، نن د ولسمشر اشرف غني او ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له خوا په رسمي ډول پرانستل کېږي.
د ولس مشرۍ ماڼۍ مرستيال ویاند شاه حسين مرتضوي وايي، چې د رېل پټلۍ په دې پرانست غونډه کې به د افغانستان له ډېرو ولایتونو څخه مخور مشران او لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي.
نوموړي د دې رېل کرښې د اهميت په اړه وويل: ((دا رېل پټلۍ به افغانستان له اسيايي او اروپايي هېوادونو سره ونښلوي او افغانستان به نور پر يوه لاره محدود پاتې نه شي، لکه د تورخم لار يا د پاکستان لور ته نورې لارې. د افغانستان پر مخ نوې لارې پرانیستل شوي دي او دا کار به د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې مهم رول ولري)).
ياده رېل پټلۍ، چې د افغانستان په خاوره کې ۳.۵ کيلو متره د ترکمنستان په مالي مرسته جوړه شوې ده، د دغه هېواد د اته مراد څخه د فارياب د اقينې تر بندره پورې رسېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه وحيد نوشېر وايي، چې دغه رېل پټلۍ د پنځو هېوادونو تر منځ د لاجوردو لارې د موافقې برخه ده، چې له مخې به يې افغانستان د ترکمنستان، آذربايجان، ګرجستان او ترکيې له لارې اروپا ته لاره پيدا کړي.
افغان چارواکو ويلي، چې دا پټلۍ به د اسیا پراختيايي بانک په لګښت ۳۵ کېلو متره د فارياب ولايت تر اندخوی پورې هم وغځول شي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د حيرتان بندر له لارې د رېل کرښه غځېدلې ده.
دغه ريل کرښه حيرتان بندر د مزارشريف له ښار سره نښلوي.



