(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۸) زرغون خوږیاڼی
د پلچرخي زندان ۱۴۰۰ بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی، دوی وايي چې د زندان قانوني موده یې پوره کړې او اوس هم په سلګونو بندیان له قاني مودې پوره کولو وروسته په بند کې ساتل کیږي.
د خبري سرچینو په وینا زندانیانو ویلي، چې ددوی قانوني حق له پامه غورځول شوی دی او هیڅوک یې د پوښتنې کولو نشته دی.
اعتصاب کوونکي بې سرنوشته بندیان زیاتوي، چې له ډېر وخت راهيسې په بند کې ساتل کیږې، پداسې حال کې چې د قید قانوني مودې یې هم ختمې دي، دوی دا هم وايي چې د ژمي په رارسیدلو سره دوی هیڅ ډول د تودوخې وسایل په واک کې نه لري،((بنديانو ته هغه کمپلې او توسان اوس نه ورپرېښودل کیږي کوم چې ورته خپل پايوازان د ملاقات پرمهال راوړي)).
تر اوسه پورې د چارواکو د یادو بې سرنوشته بندیانو په اړه څه نه دي ویلي.
د سنا مجلس د شکایاتو د اوریدو کمیسیون د نیوکې کولو په ترڅ کې د بندیانو سره د حکومت د چلند په اړه ویلي، چې: ۸۰۰ بندیان د کابل په پلچرخي زندان کی د بند د مودې د پای ته رسیدو سره سره اوس هم په زندان کې ساتل کیږي
تیره میاشت د سنا مجلس د شکایاتو د اوریدو کمیسیوند پلچرخي زندان څخه لیدنه کړې وه، دوی د بندیانو سره د حکومت د چلند په اړه ویلي، چې: ۸۰۰ بندیان د کابل په پلچرخي زندان کی د بند د مودې د پای ته رسیدو سره سره اوس هم په زندان کې ساتل کیږي.
نادر بلوچ چې د یاد هیئت یو غړی دی وایي ۸۰۰ بندیان، چی د پلچرخي په ساتنخونو کې د بند د مودې له پای ته رسولو نه ۶ میاشتی وروسته اوس هم په ساتنخونو کې پراته دي.
ښاغلي بلوچ د پلچرخي زندان د مسؤلینو له قوله ویلي، چې هغوی د دغو زندانیانو یو لیست نږدې شپږ میاشتې مخکې جمهوري ریاست ته لیږلی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلي بلوچ دا هم ویلي وو، چې د کابل په پلچرخي زندان کې نږدې ۱۴۴ تنه بندیان په لا علاجه ناروغیو اخته شوي، چې حکومت یې په اړه هیڅ تصمیم نه لري.
بلوچ د بندیانو له کتنو وروسته ویلي وو، چې ۱۴۰۰د تنه زندانیانو هیڅ برخلیک نه دی معلوم.


















