فراه کې د ملي امنیت ۲ منسوبین او یو عسکر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی
د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې وسله والو د ملي امنیت ۲ عسکر او یو کارمند وژلی دی.
د فراه ولایت د پولیسو مطبوعاتي دفتر ویاند اقبال باهر ویلي، چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د فراه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې وسله والو د ملي امنیت په کارمندانو برید وکړ، چې په کې د ملي امنیت یو کارکوونکی، د ملي امنیت عسکر او یو د ملي پولیسو عسکر ووژل شول.
باهر وايي، وسله وال برید کوونکي دوه تنه وو، چې یو یې له هغوی څخه نیولی او دویم برید کوونکی تښتیدلی دی.
د یاد برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.
بلخوا طالبانو په یوه خپور شوي خبر کې ویلي، چې د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ امنیه قومندان چې څو ورځې وړاندې ټپي شوی و، تیره شپه ساه ورکړه.
طالب ویندوی قاري یوسف وايي، چې د بکوا امنیه قومندان( ګل احمدخان ) څه موده وړاندې د نفوذي کسانو لخوا د امنیه قومندانۍ د نیولو پر مهال مرګونی ټپي شوی و، چې تیره شپه یې د سختو ټپونو له امله د هرات په روغتون کې ساه ورکړه.
حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.



