څوک ملي اتل کیدای شي؟

عزیر اسدخیل
ملي اتلولي کومه نيابتي جنګي پروژه نه ده چې پروپوزل وليکل شي او دوطن د بربادۍ په بيه تر لا سه کړای شي
اساسي قانون هم نه شي کولاى چې د خلکو د ميني او نفرت پر محورونو پر ملت اتلان تحميل کړي
اتاترک دقانون کوم حکم نه بلکه د خپلو پلویانو زړونو اتل کړى ا ګر که د اسلام د دښمنانو په اشاره استعمال کړای شو.
ګاندهي هم دهندي پوليسو او اردو په توره نه دى اتل شوى بلکه خپلو خلکو ته د رښتینی چوپړ له امله اتل شوی
مائو مړدى, چين له کمونييزم څخه منحرف شو خو مائو بیا هم د هغوی اتل دى ځکه چې د هغوی زړونه یی خپل کړی وو
دنړۍ ټول اتلان دخلکو دميني پر محور دملتو نو زړونو ته وردننه شوي دي
پريږده چې داحمد شاه مسعود په هکله د اتلولۍ پريکړه دملت دزړونو پرميدان تر سره شي او وکتل شي چی ملت یې اتل بولی او که ورنه نفرت کوی.
اتلان په تیره بیا اسلامی اتلان د خپل دین او عقیدې دډګر پهلوانان وي
نه د بيګانه جګړو کرايه کشان او اجرتي قاتلان



