کندهار کې پولیسو خپلمنځي نښته کړې،۹پولیس مړه او ژوبل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۲) زرغون خوږیاڼی

په کندهار ولایت کې دوه ډلو پولیسو خپلمنځي نښته کړې، چې په کې ۴ پولیس وژل شوي او ۵ پولیس ټپيان شوي دي.

د افق خبري سرچینې په وینا، تیره ورځ د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې اړوند د بریښناکوټ سیمې پولیسو او د ډنډ ولسوالۍ د پولیسو تر منځ وسله واله نښته رامنځته شوه، چې له امله یې دواړو غاړو ته ۴ پولیس ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

تر اوسه د یادې نښتې د رامنځته کیدو علت نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په همدغه ولایت کې د ۹مې امنیتي حوزې پولیسو تر منځ نښته شوې وه، چې په کې ۴ وژل شوي وو او ۲ نور یې ټپیان وه.

په دولتي عسکرو کې خپلسري قومندانان تر ډيره په خپلو شخصي شخړو کې تر لاس لاندې عسکر ښکیلوي، چې په نتیجه کې قومندانان روغ رمټ او عسکر یې مات ګوډ او یا ووژل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button