د فوټبال ملي لوبډله د فیفا په غوره لوبډلو کې شامله شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فیفا په غوره لوبډلو کې شامله شوه.
د فوټبال ملي فدارسیون ویلي، چې د فوټبال په اسیايي اولمپیک لوبو کې چې ۴ لوبډلې پکې شاملې وې، افغان ملي لوبډله د ویتنام له فوټبال لوبډلې سره په مقابله کې وځلیدله او په دې سره د فیفا په غوره لوبډلو کې شامله شوه.
د سرچینې په وینا، د فوټبال افغان ملي لوبډله ۱۵۷ امتیازاتو سره به نړۍ کې ۵۵م مقام او په اسیايي هیوادونو کې ۱۱ مقام لري.
د فوټبال د ملي فدراسیون په وینا، اوسمهال د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۷م زیږدیز کال نړیوال کپ سیالیو ته تیاری نیسي، چې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پیل کیږي.



