خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ملي ارمان:
له ټرمپ نه وېره بيځايه نه وه
کابل ټکی کام:
یعنی رښتیا هم چې لیوه دی خو د پسه پوستکی یې اغوستی و.
هیواد:
د اقينې رېل كرښه مبارك! خو د ولس اصلي ستونزې مه هیروئ!
کابل ټکی کام:
په پیښور کې یو متل مشهورر دی چې وایی: قرباني چرګانو ورکړه او چوک د باچاخان په نوم شو. ریل کرښه بل هیواد جوړه کړه او بیرتونه پرې اشرف غني تاووي.
ویسا:
قوانين، اصول او عدالت ټول بيا تر پښو لاندې شول
کابل ټکی کام:
ځکه چې حکومت مو یو غیر قانوني، غیر اصولي او ظالم حکومت دی.
هیواد:
د توطيې تيوري چې ريښتيا كيږي!
کابل ټکی کام:
تیوري نه وې پرکټلي وې خو (عقل تان پسان میاید).
ویسا:
مرګونه دوام لري، دروغ ژمنې او رجزونه هم!
کابل ټکی کام:
ځکه چې اشغال دوام لري، او دروغجن حکومت دوام لري.
اصلاح:
د هلیکوپټرې لوېدو کې د ۲۰۷ نمبر قول اردو قوماندان وژل شوی
کابل ټکی کام:
اوس به خدای تعالی ته د امریکا د چوپړ ځواب ووایي.
مشرانو جرګه:
هلمند ته د کوټې شورا د انتقال موضوع باید روښانه شي
کابل ټکی کام:
روښانه ده، او په دې وسله خبر درکول کیږي چې ځانونو ته د ویزو اخیستلو غم وکړئ.
رجب طیب اردوغان:
همه مسلمانان جهان باید از فلسطینی ها حمایت کنند
کابل ټکی کام:
بخاطریکه قبله اول مسلمانان در فلسطین زیر استعمار یهود قرار دارد.
ګارډین ورځپاڼه:
طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ دي
کابل ټکی کام:
او تاسې یې د استشهادي بریدونو له ګواښونو سره مخ یاست. اوس به څه کیږي؟
ویسا:
ټرامپ او د امريكا د گټو سرې كرښې
کابل ټکی کام:
لکه ټرامپ او په ټولنه کې د هغه د اخلاقو او له شرم او رسوایئ نه د ډکې ماضي رنګارنګ کرښې.
هیواد:
ناقانونه حكومت د انتخاباتو د قانوني كميسيون پر مرۍ چاړه راكښله
کابل ټکی کام:
او د ملت پر مرۍ د راښکلو لپاره یې بله چاړه هم تیره کړې ده.
ارمان ملی:
د پاكستان نوي تحريكوونكي اقدامات
کابل ټکی کام:
او د افغانستان د ګوډاګي حکومت لخوا بیا هم په چاپلوسۍ وخت تیرول.
ویسا:
تر ټولو ستر فساد، د فساد پر خلاف چوپتيا ده
کابل ټکی کام:
خو له دې نه هم ستر فساد د فاسد حکومت پر خلاف چوپتیا ده.
هیواد:
ولې حكومت د داعش موضوع په لوى لاس ناليدلې ګڼي؟
کابل ټکی کام:
ځکه چې هغه یې د بادارانو او ولي نعمتانو پروژه ده.
کمیتۀ صلیب سرخ:
ما در افغانستان به اجرای برنامه های وسیع بین المللی متعهد می باشیم
کابل ټکی کام:
که عبارت از پخش نمودن دین منحرف شده ای مسیحیت است در بین افغانها است.



