د نورستان ولایت چارواکي وايي د دواب ولسوالۍ محاصره يې ماته کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) الماس خدرخیل

د نورستان ولايت چارواکو ويلي، چې د یاد ولايت د دواب ولسوالۍ محاصره يې ماته کړې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم رسنيو ته ويلي، چې تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي او د نورګرام او دواب تر منځ لاره يې هم پرانيستلې ده.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو طالبانو له لوري محاصره ده او افغان ځواکونه نه شي کولی چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

بل پلو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټوېټر ليکلي، چې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې يې پر دښمن د محاصرې کړۍ دوامداره ساتلې او د تګ راتګ لپاره يې صرف د مريضانو او عامو خلکو لپاره د سپين ږيرو په منځګړيتوب لاره خلاصه کړې ده.

د يادونې ده، چې دواب ولسوالۍ له يوې میاشتې راهيسې د وسلوالو طالبانو له خوا محاصره شوې او په دې موده کې د افغان پوځيانو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښتو کې طالبانو يو شمير پوځيانو د وژلو او د ولسوالۍ د دفاعي پوستو د نيولو خبر هم ورکړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button