په ازبکستان کې نن د ولسمشرۍ ټولټاکنې کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) الماس خدرخیل
نن د ازبکستان د جمهوري رياست لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي، په نننیو ټولټاکنو کې به شوکت مېر ضیایف له دریو نورو نوماندانو سره سیالي وکړي.
داسې اټکل کېږي، چې د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر میرضیایف ټاکنې وګټي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر شي.
د نوموړي سيالان خاتم کتمانوف د خلق ډيمواکرتيک ګوند لخوا، سرور اته مرادوف د ډیموکراتیک ګوند او نريمان عمروف د عدالت ګوند لخوا په دغو ټولټاکنو کې د جمهوري رياست لپاره نوماندان دي.
د ازبکستان د ټولټاکنو کمېسیون رئیس میرزا اولوغبیک عبدالسلاموف تېره ورځ رویټرز اژانس ته ویلي: ((دا په دې معنی ده چې ازبکستان خپل نړیوال مکلفیتونه سرته رسولي دي. موږ ژمنه کړې وه چې شفافه، ازاد او عادلانه ټولټاکنې د نړیوالو ډیموکراټیکو اصولو په اساس ترسره کړو)).
دا په داسې حال کې ده، چې په نوموړي هېواد کې د بشري حقونو فعالانو په وار وار پر حکومت تور پورې کړی، چې خلکو ته پوره درناوی نه ساتي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بشري حقونو او دیموکراتیکو بنسټونو برخې ویلي، چې ازبکستان کې له پخوانۍ شوروي وروسته هېڅ انتخابات د دغه سازمان په وړاندې عادلانه نه دي.
ازبکستان کې ۲۱ میلیونه کسان د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي، تمه ده چې نن به خپل راتلونکي ولسمشر انتخاب کړي.



