روسي ځواکونو په داغستان کې د داعش ډلې لوړپوړی قومندان وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) الماس خدرخیل
د روسيې د امنيتي ځواکونو ادارې ويلي، چې د شمالي قفقاز داغستان سيمه کې يې عمليات ترسره کړي، چې د رستم اصلدروف په ګډون يې پکې څلور تنه وژلي دي.
يادې ادارې ويلي، چې عمليات نن د داغستان مرکز مخچکلا ته څېرمه په يوه شخصي کور ترسره شوي، چې د عملياتو پر مهال يو زيات شمير وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي.
رستم اصلدروف چې په شيخ ابو محمد القادري هم پيژندل کېدو، د اسلامي دولت يا داعش ډلې له لوري د قفقاز د نوي والي په توګه امير ټاکل شوی و.
ويل کېږي، چې اصلدروف په ۲۰۱۴م کال کې د ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړی و.
د روسیې د امنيتي خدماتو اداره وایي، په ۲۰۱۳ میلادي کال یې په والګاګراد کې دوه وژونکې حملې تنظیم کړې وې چې په ترڅ کې ېې ۳۴ تنه وژل شوي وو، په نوموړي باندې د يو شمير نورو بريدونو تورونه هم و.
د روان کال په اکتوبر کې په نوموړي باندې د روسيې د حکومت له لوري د هغه د پټ ځای په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۷۸ زره ډالره جايزه هم کېښودل شوه.
بايد وويل شي، چې واشنګټن په ۲۰۱۵ میلادي کال اصلدروف یو بهرنی تروریست نومولی او بندېزونه یې پرې لګولي و.



