(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د زابل والي بسم الله افغانمل پر موټریز کاروان خونړی برید شوی دی، ویل کیږي چې برید ددغه ولایت د شهری صفا ولسوالۍ او کلات سیمو تر منځ شوی دی.
د زابل والي بسم تالله افغانمل رسنیو ته پيښه تائيد کړې ده، نوموړي ویلي چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د شهری صفا ولسوالۍ د جلدک سیمه کې یې موټریز کاروان چې د پولیسو د ټانګونو په توسط بدرګه کیدو، تر برید لاندې راغی. د نوموړي په وینا، ده ته کوم زیان نه دی رسیدلی او یواځې دوه موټر چلوونکي يې ټپيان شوي دي.
د افغانمل په خبره وسله وال بریدګر دده د ساتونکو او پولیسو له مقابل برید سره مخ شول، چې نښتې نږدې نیم ساعت دوام وکړ او دوی له سیمې نه روغ رمټ ووتل.
نوموړي په یاده نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي.
تر دې دمه چا د یاد برید مسئولیت نه دی منلی.
په زابل ولایت کې په بسم الله افغانمل دا دویم برید دی، چې نوموړی ترې روغ وزي.
څو میاشتې وړاندې هم د زابل والي بسم الله افغانمل د شاجوی ولسوالۍ اړوند سیمه کې تر برید لاندې راغلی و؛ خو نوموړی ترې روغ ووت.
طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی و.


















