په سوریه کې د ملي اردو نیول شوی عسکر:د سوریې جګړې ته د ملي اردو سرتیري لیږل کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۵) الماس خدرخیل

د ملي اردو نيول شوی ظابط وايي ۱۴ زره سرتيري د سوريې جګړې ته په زور لېږل شوي.

په ټولنیزو رسنيو کې د هغه ملي اردو سرتيري ويډيو نشر شوې چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا په زور او جبر د سوریې جګړې ته لیږل، او هلته د مخالف لوري لخوا نيول شوی دی.

نوموړی وايي، چې يوولس کاله يې د افغانستان په مزارشريف کې د ۲۰۹قول اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې، هغه په دغه ويډيو کې څرګنده کړې چې لومړی د يادې قول اردو لخوا ايران ته ولیږل شوم.

 نوموړی اقرار کوي، «راته وويل شول چې په ايران کې د مياشتې درې ميليونه تومن درکوي، هلته تر يوې مياشتې پوځي روزنې وروسته مو بيا سوريې ته د جګړې لپاره لېږي».

ياد کس چې ځان غلام علي حسينې په نوم معرفي کوي وايي، چې زه د افغانستان شيعه هزاره يم.

محسيني وايي، چې له افغانستانه تر دې دمه د ملي اردو ۱۴ زره کسان ایران ته لیږل شوي او له هغې ځايه د سوريې جګړې ته.

دی زياتوي چې په دغه جګړه کې زياتره شيعه افغانان وژل شوي هم دي، چې مړي يې په يخچالونو کې پراته دي او کلونه وشول چې کورنۍ يې په اړه معلومات نه لري او مسؤلين يې بغير د موروپلاره بل چاته نه سپاري.

نوموړي په دې ويډيو کې څرګنده کړې، چې له افغانستانه يې په زوره د ايران په مرسته د سوريې جګړې ته استولی چې د سني مسلمانانو سره وجنګېږي.

په ویډیو کې د غلام علي حسیني کارت ښودل کېږي، چې نوموړی د۲۰۱۲م د فبرورۍ په ۱۴ نېټه د افغانستان له اردو سره یو ځای شوی، کارت یې تر ۲۰۱۵ دجولای ۱۴ پورې د باور وړ دی.

تر دې دمه د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې هم ځينې رپوټونه خپاره شوي، چې له افغانستانه يو شمير شيعه مليشې د ايران په مرسته د سوريې جګړې ته لیږل شوي دي، چې د وژل شويو جسدونه او فاتحې هم په ايران کې په ښکاره ډول اخستل شوي دي.

https://www.youtube.com/watch?v=REs7CGIbjG8

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button