سبا ته په بروکسل کې د افغانستان لپاره د نظامي او مالي مرستو ارزونه کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان سره د مالي او پوځي مرستو د معلومولو او ارزولو په اړه سباته په بروکسل کې د وارسا په غونډه کې بحث کوي.
د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي اسماعیل آرامار وويل، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به سبا(لیندۍ ۱۶مه) د بلجیم په بروکسل کې د وارسا دوه ورځينۍ غونډه پیل کړي.
د ناټو د ملکي استاري ویلي، چې په دې ناسته کې د ناټو د ۲۸ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سربیره د اروپايي اتحایې استازي او د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن هم ګډون کوي.
یاده سرچينه زیاتوي، چې دې غونډه ته افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم بلل شوی دی او هیله یې څرګنده کړه چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، د یادې غونډې دویمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې چې په کې د ناټو ۲۸ هیوادونو د خارجه چارو وزیرانو سربیره د ناټو د قاطع ماموریت چارواکي هم ګدون کوي.
د ناټو ملکي استازی زیاتوي، چې په دې غونډه کې به یو وار بیا د نړیوالې ټولنې د اوږدمهالو مرستو شوې ژمنې تازه او ارزیابي شي.
د وارسا غونډه مخکې له دې، په جولای میاشت کې جوړه شوې وه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی هم ورغلی و.



