دفاع وزارت: د هېواد په ځينو برخو کې د شفق ۲ په نوم عمليات پيل شوي- طالبان يې تبليغات بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۶) الماس خدرخېل
د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ خبر ورکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې تازه ۱۹ عمليات پيل کړي دي.
دفاع وزارت ويلي، چې د افغانستان پوځ په تهاجمي حالت کې قرار لري او د تازه پيل شويو عملياتو هدف د وسلوالو طالبانو ادارې، مرکزونه، زندانونه او رهبري له منځه وړل دي.
ملي اردو د ليندۍ په لومړۍ نېټه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عملياتو د پيل خبر ورکړ.
د ښاغلي رادمنش په وینا، ملي اردو به د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې هڅه کوي چې هغه ولسوالۍ له وسلهوالو طالبانو بېرته ونیسي چې لویو لارو ته نېږدې پرتې دي څو د ملي اردو اکمالات اسان شي.
د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي: ((موږ اوس د دښمن پر ضد له تهاجمه کار اخلو. دښمن زموږ په وړاندې د مقاومت توان نهلري. هغه ولسوالۍ چې زموږ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، هغه چې پر لارو پرتې دي او هغو سرکونو ته چې اوله درجه اهمیت لري نېږدې دي، زموږ لپاره لومړیتوب لري خو د امنیتي پلان پر اساس زه د دې ولسوالیو نوم نهشم اخیستلی)).
محمد رادمنش زیاتوي، چې په هېواد کې د ورځې د ۲۰ او ۵۰ تر منځ وسلهوال وژل کېږي چې زیات پهکې بهرنیان دي.
د دفاع وزارت د چارواکو په وينا چې د ملي اردو زیات عسکر د ماین په چاودنه کې وژل کېږي او زخمیانېږی او وسلهوال طالبان د جبهوي جګړې توان نهلري خو پر لویو لارو ماینونه ځای پر ځاي کوي.
بل پلو د ذبيح الله مجاهد له لوري په خپل ټويټر پاڼه د يادو عملياتو د پيل ادعا تش پروپاګند او د دولت له لوري تبليغات بولي.
نوموړي په يوه تازه خبرپاڼه کې د شفق ۲ عملياتو په اړه وايي (( موږ د دښمن لخوا د شفق دوه په نوم هيڅ ډول کوم عملیات د هیواد په هيڅ برخه کې نه دي محسوس کړي، ټول هغه ځایونه چې زموږ لخوا نیول شوي دي تر اوسه مو په ولکه کې دي، د دښمن د تلفاتو شمیر د پخوا په شان په صعودي حالت کې دی، مجاهدین مو د ګوتو په شمیر زیان لري)).
د طالبانو ويندوی زياتوي، چې د دوی له لوري د ارزګان، هلمند ولايتونو د مرکزونو په ګډون د نورستان دواب ولسوالۍ په شمول يو شمير مرکزونه تر محاصرې لاندې دي او په کندهار، پکتيا، فارياب او ځينو نورو ولايتونو کې يې افغان ځواکونو ته د پام وړ تلفات اړولي دي.
د نوموړي په خبره چې افغان ځواکونه د طالبانو سره د جګړې توان نه لري، نو ځکه په دروغجنو تبليغاتو ځانونو ته تسکين ورکوي، ترڅو خپله ميداني ماتې تر يوه حده جبران کړي او کوښښ کوي، چې خپلو عسکرو ته په تشو خبرو روحيه ورکړي.



