ګارډين: د افغان جګړې د رپوټونو له امله د امريکا- ملګرو ملتونو اړيکې ترينګلې شوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ___
د برتانيا چاپ ګارډن ورځپاڼې د ننۍ ګڼې په تازه راپور کې راغلي چې د افغانستان د جګړې د راپورونو له امله د امريکا او ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې تر منځ اړيکې ترينګلې شوي دي.
ياده ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا پوځ په دې هڅه کې دی، چې د ملکي تلفاتو په تړاو عامه معلومات پټ وساتي، نو له دې امله يې له هغو نړيوالو ادارو سره اړيکې خرابې شوي چې د پېښو او د امريکايي ځواکونو د بريدونو معلومات يې له رسمي پوځي معلوماتو سره توپير لري.
په دې وروستيو کې په افغانستان کې د حقوق بشر ادارې په لومړي ځل څرګنده کړه چې امریکايي پوځونو له لوري په دغه هېواد کې ملکي خلک په بمباريو او چاپو کې وژل کېږي.
د دواړو لوريو تر منځ اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې، چې د سپتمبر په وروستيو کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې د بريد په تړاو د ملګرو ملتونو په يوه رپوټ کې راغلل چې په يوه بريد کې امريکايي ځواکونوپه ننګرهار کې ١٥ ملکي وګړي يې وژلي دي.
خو په افغانستان کې امريکايي چارواکي وايي، چې د دوی په ياد بريد کې داعش جنګيالي وژل شوي دي.
ځينو سرچينو ويلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن په دې هڅه کې و، چې په کابل کې امریکايي پوځي اډو ته د ننه د ملګرو ملتونو د استازو داخله ممنوع کړي او يا يې محدوده کړي.
د ملگرو ملتونو او د امريکايي پوځ مشرانو په دې تړاو له گارډين سره له خبرو ډډه کړې، خو د ملګرو ملتونو یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امريکا او ملګرو ملتونو بشرحقوق ادارې تر منځ اړېکې لا نورې مخ پر خرابېدو دي.
پوځي شنونکي په دې باور دي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو عملیاتو په اړه ټول معلومات تر ځانه منحصر ساتل غواړي او غواړي چې په افغانستان کې پر هر څه کنټرول ولري.
امريکايي ځواکونه په دې وروستيو کې په افغانستان کې ملکي تلفات ډير کړي او په چاپو او بې پيلوټه هوايي بريدونو کې ملکي خلک په نښه کوي.
د روان کال ۲۰۱۶ د سپتمبر میاشتې پر ۲۸ نېټه امریکايي ډرون الوتکو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر یوه شخصي کور بمبار وکړ چې له امله یې ګڼ ملکي کسان ووژل شول.
افغان چارواکو هغه وخت وویل چې په بمبار کې ۱۵ داعشي وسلوال او ۳ ملکيان وژل شوي، خو د ملګرو ملتونوبشرحقوق ادارې تر څېړنې وروسته په خپل راپور کې وويل چې په دغه بريد کې ۱۵ ملکي خلک وژل شوي دي.
د ګارډين په تازه راپور کې راغلي، چې دوی د هغه روغتون څخه لیدنه وکړه کوم ته چې له پيښي وروسته مړي او ټپيان را وړل شوي وه، هغوی ټول ملکي وګړي وه او امنیتي چارواکي يې هم په کیسه کې نه وه، د ګارډین په وینا که چیرې د داعش وسلوال وی نو حتما به د ملي امنیت او پولیسو پهره به ورباندي راټول وی او ساتنه به یې کولی.
د یادونې ده، چې د اچین ولسوالۍ د بمبار وروسته امریکايي ځواکونو د ننګرهار په شیرزادو کې، د روزګان په مرکز ترین کوټ کې او په وروستۍ پيښه کې يې د کندز مرکز ته نیژدې د بوزکندهاري په سیمه کې پر یوه کلي چاپه ووهله او بیا یې پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه عام خلک ووژل شول.
که څه هم د يادو بمباريو دعوه دولت وزيري وکړه، چې دولتي ځواکونو کړي، خو وروسته بيا امريکايي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې بمباري د دوی له لوري شوې او د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدود پلټنې خبر يې ورکړی و.
د شنونکو په باور د ملګرو ملتونو د بشرحقوق اداره يواځې هغه راپورونه سم خپروي چې امريکايي ځواکونه ورسره رضايت ښکاره کړي، د هغو د نه رضايت په وخت کې دوی هم خپل راپورونه پټ ساتي.
دوی وايي، چې دغه اداره هغه وخت خپل راپورونه برابروي چې کومه پېښه ډېره رسنيزه شي او يا هم د امريکايي ځواکونو په تاوان نه وي.



