د سرپل خلک: محلي پوليس له موټرو په زوره پيسې اخلي- غلاوې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۶) الماس خدرخېل

د سرپل ولايت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت په يو شمير سيمو کې اربکيان له خلکو او موټرو په زوره پیسې اخلي او ځوروي يې.

د یاد ولايت د کوهستانات او سوزمه قلعه سيمو اوسېدونکي وايي، چې دغلته ميشت اربکيان له لويو لارو بار وړونکي او شخصي موټر راګرځوی او په زوره ترې پيسې اخلي.

يو تن ډريور عصمت الله کابل ټکی کام ته وويل، چې په هره پيره له دوی څخه اربکيان له زرو تر درې زرو پيسې په زور اخلي.

د نوموړي په وينا، چي اربکیان په سیمه کي شخصي زندانونه لري، څوک چې پيسې ورنکړي نو خلک پکې شکنجه کوي، هغه زياته کړه، چې د نوموړي سيمې اربکيان يا محلي پوليس په لويو لارو کې د شپې له مخې موټر شکوي او غلاوې ترسره کوي.

د يادونې ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې اربکيان ولسي خلک ځوروي او پيسې ترې غواړي، بلکې داسې پېښې د هېواد په يو شمير ولايتونو کې ډېرې پېښې شوي، چې اربکيان خلک، ځوروي، وهي او کورنه يې په يوه اوبله بهانه تالاشي کوي، مګر تر اوسه هيڅ کومې مرجع په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button