(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی
پداسې حال کې چې د امریکا دفاع وزیر کارتر د بګرام په هوايي ډګر کې میشتو امریکايي عسکرو لیدلو ته ورغلی و، په هوايي ډګر توغنديز برید وشو.
طالبانو په یوې خبر پاڼه کې ويلي، چې نن ماښام هغه مهال د بګرام هوايي ډګر په توغندیو وویشتل شو، چې د امریکا دفاع وزیر هم په بګرام کې موجود و.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې نن ماښام ۸ بجې برید په داسې مهال کې ترسره شو، چې د امریکا دفاع وزیر هم د بګرام هوايي ډګر ته د خپلو عسکرو لیدلو لپاره ورغلی و.
د نوموړي په وینا په برید کې امریکايي ځواکونو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي چې په اړه یې کره معلومات نشته.
نن د جمعې په ورځ د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د وروستي ځل لپاره افغانستان ته په یو ناڅاپي سفر راغلی، ویل کیږي چې د سفر موخه یې په دې هیواد کې میشت امریکایي عسکرو او د ارګ میشتو مشرانو سره لیدل وو.


















