طالبانو «د ملت پيوند له مجاهدينو سره» په نامه نوی ويډيويي فلم نشر کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو لخوا کابل ټکی کام ته په یوه رالیږلي خبر کې ویل شوي، چې دوی «د ملت پيوند له مجاهدینو سره» په نامه نوی ویډيويي فلم نشر کړی، چې په کې د طالبانو او عام ولس ترمنځ اړیکې ښودل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د فلم ویډيويي صحنې د هندوکش غرونو په لمنو کې د سرپل ولایت په مختلفو سیمو کې ډکې شوي دي، چې په کې د طالبانو نظامي او فرهنګي فعالیتونه او همدارنګه د دعوت پروګرامونه لیدل کیږي.
په ویډيو کې طالبان په اسونو سپاره لیدل کیږي، چې په بیلا بیلو سیمو کې ګزمې کوي، د سیمې خلکو ته د وسله والې مبارزې او «جهاد» دعوت ورکوي، چې د سیمې اوسیدونکي هم ورسره خپل ملاتړ اعلانوي او د مرستو ژمنې ورسره کوي.
د طالبانو لخوا یاد خپور شوی جهادي فلم ټول ۴۳ دقیقې دی، چې په ځانګړي سبک او اسلوب سره په څلورو ژبو(پښتو، عربي، دري، انګریزي) کې ترتیب او برابر شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې په ویډیو کې طالب مشرانو هم ویناوې کړي دي،« ياد جهادي اصدار ته د شهيد امير المؤمنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله، امیرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او د لومړي مرستيال الحاج سراج الدين حقاني حفظه الله ويناوو لا درنښت او قوت وربښلی دی».
ددوی په وینا د فلم صحنې د منبع الجهاد جهادي سټوډیو، د فرهنګي چارو کمیسیون، د سمعي او بصري څانګې لخوا وړاندې شوي او په لاندې لینکونو سره یې مینه وال د خپلې خوښې کيفت سره ښکته کولی شي.
Youtube Link
https://www.youtube.com/channel/UCMpxVct9CeZDq71MRrWlw8g
HD
MQ
Mobile MP4
Mobile 3GP
http://www.shahamat-video.com/wp-content/uploads/Video/Manbauljihad-Studio/Da-Millat-Paiwand-3GP.3gp
Web FLV
Archive Links
Full HD 1920
https://archive.org/details/dmpdmsfullhd
HD 1280
https://archive.org/details/dmplmsmq
Mobile Quality
https://archive.org/details/dmplmsmqmq
Alemarah video



