ورک جانان 

بهار مستغفر

نن خو مي بیا پر زړګي ورک غوندي جــــانان ورېږي.

اوس به یې کوم غــره کې پر تور اور بل باران وریږي

د باران څاڅکي دي راځي د لېــــــــــــــــــمو بر لندوي

خو له لېمو نه مي بیا اوښـــــــــــکې پر ګرېوان ورېږي

نور به یې څنګه کړم تشــــریح خو درته دومره وایم

بس لکه چاته چي پر ځان باندي خــــــپل ځان ورېږي

سختې یخنۍ دي خدایه روح مي داسي خوښ وساته

لکه لمــــبو کې چي خلــــــیل باندي ګــــــــلان ورېږي

دټول امت د روح { بهار} دی دا یو ســــــــــتړی زلمی

دا نو د ډېرو پر ارواؤ په ایمــــــــــــــــــــــان را اوري

د هجرت دیار : نېټه. / شنبه / ۱۰ / ۳ / ۱۴۳۸ هـــ ق

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button