(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی
د امریکا متحده ایالات ۲۰۰ نور پوځیان سوریې ته د کردي او سوریايي پوځیانو مرستې ته ورلیږي.
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي، چې په سوریه کې د رقه ښار ته نور ۲۰۰ پوځیان لیږي، تر څو دغلته د سوریايي او کردي پوځيانو سره یو ځای د داعش پر وړاندې جنګیدونکو ملیشو ته د روزونکو په توګه دنده ترسره کړي.
د اشتون کارتر په وینا، په دې ۲۰۰ پوځیانو کې د ځانګرو ځواکونو روزونکي، مشاورین او د چاودیدونکو توکو د شنډولو پوځیان شامل دي، دا پوځيان به د نورو ۳۰۰ امریکايي ځواکونو سره چې په سوریه کې په فعالیت بوخت دي، یو ځای شي.
کارتر زیاتوي ، دا پوځیان ددې وړتیا لري چې سوریايي پوځیانو ته د داعش جګړه مارانو پر وړاندې د روزنې مبارزه، نظم او او مشورې ورکړي.
امریکا دا پریکړه په داسې حال کې کوي، چې سوریه د دواړو حریفانو( روس ـ امریکا) د سړې جګړې مرکز ګرځیدلی؛ خو د دواړو لوریو په بمباریو کې یواځې بې دفاع مسلمانان بمبار او وژل کیږي.


















