د باروړونکو موټرو چلوونکو د کار بندیز ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی
په هیواد کې د سوداګریزو توکو ټولو بار وړونکو موټر چلوونکو د کار بندیز ګواښ اعلان کړی.
د بار وړونکو موټرو اتحاديې ویلي، که حکومت په لویو لارو کې له بار وړونکو موټرو څخه په ناقانونه توګه پيسې اخیستل بند نکړي، په ټول هیواد کې به د سوداګریزو توکو موټرې ودروو.
د ختیځ زون د باروړونکو موټرو د ټولنې رئیس طلا محمد اتمانزی تیره ورځ د کابل ـ ننګرهار په لویه لاره د روڼتیا او څارپه سازمان سره په یوه خبري ناسته کې وویل،سر له سبا( د لیندۍ۲۲) به په ټول هیواد کې په زرګونه باروړونکي موټرونه ددې له امله ودروي چې په لویو لارو کې ترې په ناقانونه توګه پيسې اخیستل کیږي.
د اتمانزي په وینا، کله چې باروړنکی موټر د تورخم له لارې هیواد ته داخل شي نو په لاره کې ترې سرحدي پولیس، د ترانسپورت وزارت او د ښاروالۍ چارواکي په مختلفو او ناقانونه لارو پيسې اخلي، دده په وینا که چیرته موټر چلوونکي ناقانونه پيسې ورنکړي نو بیا ددوی لخوا وهل کیږي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، چې دا وزارت د یادې مسئلې د کمولو او له منځه وړلو په اړه جدي هڅې کوي، خو له بده مرغه اوس هم د یادې مسئلې په اړه مشکلات شته دی. دانش زیاته کړه، موږ په تېر او روان کال کې د ناقانونه پیسو اخیستلو ۱۰پیښې لرو چې هغه هم د داخله وزارت له لارې په ګوته او نیول شوي دي.
د څار د روڼتیا رئيس سيد اکرام افضلي په یاده ناسته کې وویل، موږ په یوه نوې سروې کې د ناقونونه پيسو اخیستلو ځایونه د نقشې پر مخ په ګوته کړي؛ خو تر اوسه پورې یوه حکومتي چارواکي هم د دې موضوع د حل په اړه له موږ سره اړیکه نه نیولې.
څه وخت وړاندې هم په هیواد د لویو لاریو چلوونکو په ورته توګه شکایت کړی و، چې د لارو پر سر ترې د پولیسو او زورواکانو لخوا په ناقانونه توګه پیسې اخیستل کیږي، چې تر اوسه یې چارواکو په اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.



