(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) الماس خدرخیل
د يمن په عدن ښار کې په يوه پوځي مرکز سرتيری برید ترسره شوی، چې لږ تر لږه پکې ۴۵ پوځيان وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان دي.
د برید سيمې ته نږدې يوې سرچينې ويلي، چې برید پر هغو سرتيرو ترسره شوی چې د تنخوا اخيستلو لپاره راټول شوي وه.
په پوځي اډه کې یوه سرتېري ولید راشد اې پي خبري اژانس ته ویلي، له برید لږ وروسته راغی او ویې لیدل چې د امبولاسونو له را رسېدلو مخکې ټپیان په شخصي موټرو کې روغتون لېږدول کېدل.
تر دې دمه چارواکو د نوموړي بريد په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د دغه بريد مسؤليت د داعش ډلې منلی دی.
د يادونې ده، چې د روان کال په اګست مياشت کې هم په يوه سرتيري بريد کې ۶۰ تنه ووژل شول چې پړه يې اسلامي دولت نومې ډلې په غاړه واخيسته.
په دغه هېواد کې داعش، القاعده او حوثي ياغيان جګړې ترسره کوي، چې د حکومت پلوه ځواکونه ملاتړ يې د سعودي عربستان په مشرۍ ائیتلاف ملاتړ له ځان سره لري.
ملګري ملتونه وايي، چې د جګړې له پېليدو راهيسې تر دې دمه له اووه زره څخه زيات ملکي کسان وژل شوي، همداراز له دريو ميليونو ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځايه شوي هم دي.


















